روان کال کې ۲۱۲ زره افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي
۱۳۹۶ شهریور ۷, سهشنبهپه افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر وايي چې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ میاشتې راهیسې په دې هیواد کې شاواخوا ۲۱۲ زره او ۴۳۹ کسان خپلو مینو او کورنو پریښودو ته اړ شوي او د هیواد دننه بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو له خوا په دې خپاره شوي تازه رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان له ټولو ۳۴ ولایتونو څخه له ۳۰ ولایتونو یې داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې په کې په اجباري توګه بې ځایه کیدل پیښ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په حواله د جګړو له امله د بې ځایه کیدو زیاتره پیښې د افغانستان د شمالي ولایتونو په ولسوالیو او کليو کې رامنځ ته شوي چې د ټولو بې ځایو شوو کسانو کابو ۴۱ سلنه جوړوي.
بل لوري ته بیا د افغانستان جګړه ځپلي سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر ۲۲ سلنه ښوول شوی دی چې د تاوتریخوالي او جګړو له امله خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.
سربیره پر دې، تیر میلادي کال په افغانستان کې د جګړې د دوام له امله ۶۶۰ زره ملکي کسان د بې ځایه شوو کسانو په توګه ثبت شوي وو. د ۲۰۱۷م کال په پیل کې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د شخړو د دوام او پراخیدو له امله ښايي ۴۵۰ زره نور افغانان هم د بې ځایه شویو کسانو او کورنیو په شمیر کې ور زیات شي.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: