افغانستان کي د اوشو ورزش
افغاني نجوني د تير په پرتله اوس له رزمي ورزش سره ډيره مينه لري. په دغه انځوريز راپور کي په هرات کي د اوشو يو کلب معرفي کيږي.
په هرات کي يو شمېر نجوني د اوشو په برخه کي مشغولي دي. دغه ورزش حتی د يو شمېر نارينو له پاره شتونزمن دی.
دغه نجوني د هرات په يوه کلپ کي د شريف رضايي په مشرۍ د رزمي ورزش د اوشو په رشته کي روزل کیږي. رضايي وايي چي شاگردان يې له دغي رشتې سره ډيره مینه لري.
رضايي اوشو په ايران کي زده کړې ده او يو کال کيږي چي افغانستان ته تللی دی. هغه تلاښ کوي چي کلپ يې په ملي او نړيواله کچه ستري لاسته راوړني ولري.
افغان نجونو د اوشو په برخه کي دوه کال دمخه د اوشو په سياليو کي چي په ايران کي جوړي سوي وې د دغه هيواد د اوشو ټيم ته ماته ورکړه او د درې د سرو زرو، يو د سپينو زرو او يو د برنزو مډال يې وگاټه.
د افغانستان د اوشو فيدراسيون په ۱۳۹۰ کال جوړ سو. اوس دغه فيدراسيون د ولايتونو تر منځ د اوشو د سياليو د پيلولو په ترڅ کي ۲۲ تنه غړي لري.
د افغانستان د ملي المپيک کمېټي په حواله په دغه هيواد کي اوس د اوشو نزدې ۴۰۰ کلپونه فعاليت کوي. په دغه کلپونو کي تر ۳۵۰۰ ډير ورزشکاران په تمرينونو لگيا دي چي يو پر دريمه برخه ئې نجوني دي.
د راپورونو له مخي د فنلند د اوشو ټيم د یوه افغان ترينر په مشرۍ په هغو نړيوالو سياليو کي چي په ريگا کي ترسره سوې لومړی مقام وگاټه. ويل کيږي چي خپله حامد شفايي دغه هيواد ته د سرو زرو مډال وگاټه.
اوشو د چين د رزمي ورزشونو څخه يوه ده. دغه رزمي رشته د «تالو» او «فول کنتاک» په نومونو دوې برخي ده.
اوشو د «چانگ چوان، نان چوان او تای چي چوان درې سبکه لري. دغه رشته اوس په نړیواله کچه د رزمي ورزش په برخه کي یوه نړيواله کمېټه لري چي افغانستان ئې هم غړی دی.
هرات په افغانستان کي يو له هغو ولايتونو څخه دی چي د رزمي ورزش په برخه کي ډير ځوانان فعاليت کوي.