افغانستان له ایران سره «د همکاریو تفاهم لیک» لاسلیک کړ
۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبهد افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د همکاریو په دغه تفاهم لیک کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراخیدو باندې ټینگار شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي: «د تفاهیم لیک تر لاسلیکدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت مشاور ډاکټر رنگین دادفر سپنا، وویل چې دا د دواړو هیوادونو تر منځ په ستراتيژیکه سطح د همکاریو د پراخیدو پیل دی.»
دغه تفاهم لیک د شنبې په ورځ ایران ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په څنډو کې لاسلیک شوی دی. ولسمشر کرزي ایران ته د دغه هیواد د نوي ولسمشر د تحلیف په مراسمو کې د گدون په موخه تلل وو.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر سعید جلیلي، د دغه تړون لاسلیکیدل د افغانستان او ایران په اړیکو کې یو «روښانه پرمختگ وباله». دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد، د واکمنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکې یو څه ترینگلې شوې وې.
د تفاهم لیک په متن کې راغلي دي چې ایران او افغانستان به په انتظامي، اطلاعاتي او اقتصادي بخشونو کې خپلې اړیکې لا پسې پراخه کړي. له ترهگرۍ او سازمان شویو جرایم سره د مبارزې او د گډو پوځي مانورونو د په لاره اچولو په برخه کې د همکاریو پراخیدل هم په دغه تفاهم لیک کې شامل دي.
په دغه تفاهم لیک کې همداراز راغلي دي چې د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارې به له ترهگرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په برخو کې خپلې همکارۍ لا پسې پراخې کړي.
د احمدي نژاد حکومت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر حضور باندې نیوکې کولې. ویل کیږي چې په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ته ستراتیژیک تړون د لاسلیکدو پر مهال ډیرې هڅې وکړي چې د دغه تړون مخه ونیسي.