۱۴۰۳ تیر ۲۹, جمعهله افغانستان څخه یو شمېر هغه کورنۍ په ناقانونه لارو بېرته پاکستان ته تللې دي، چې تېر کال د دوی پر ضد د پاکستاني حکومت د اقداماتو له کبله خپل هیواد ته ستنې شوې وې. دغه کورنۍ وايي، په افغانستان کې یې ژوند ګران وو او د بې کارۍ له امله یې بېرته پاکستان ته په ناقانونه لارو تلل غوره کړل. زموږ همکار خدای نور ناصر ورسره مرکې کړې دي او دا راپور یې رالېږلی دی.