1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا بیا پرې شوې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې له ازبیکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره د غځولو اعلان کړی ؤ، خو برېښنا شرکت وايي د هغه هېواد برېښنا یو ځل بیا پرې شوې.

https://p.dw.com/p/4MBcD
افغانستان /کابل/ د ارغندي-کابل سب سټیشن
افغانستان /کابل/ د ارغندي-کابل سب سټیشنانځور: DW/G. Adeli

د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، وارداتي برېښنا په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله له پرون مازیګره پرې شوې ده.

ددغه شرکت په یوه اعلامیه کې راغلي:« د ازبکستان برېښنا مسئولینو په خبره د برېښنا ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي.»

تردې وړاندې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي ول، چې ازبکستان ورسره د برېښنا تړون غځولو پرمهال ژمنه کړې، چې له دې وروسته به پر افغانستان خپله وارداتي برېښنا نه کموي.

د دغه تړون له مخې، ازبیکستان ۴۴۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي. 

څه موده وړاندې ازبیکستان د دې برېښنا کچه ۲۰۰ میګاواټو ته راکمه کړې وه.

آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟

د برېښنا شرکت وايي، اوس چې بیا د تخنیکي ستونزو له امله د ازبیکستان وارداتي برېښنا پرې شوې، نو د ستونزې چټک هواري لپاره یې کابل ته د تاجکستان ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا نښلولې.

دغه شرکت زیاته کړې: «کندز او تخار ولایتونو ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا نښلول کیږي.»

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.