اخراجيدونکو افغان مهاجرو سره کومې مرستې کيږي؟
۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبههغه افغانان چې له استراليا او اروپا څخه بيرته افغانستان ته ګرځول کيږي، د مهاجرت نړيواله ادارې (آي او ام) له خوا ورسره مرستې ترسره کيږي. په دغو مرستو کې ادارې چارې، لوژستيکي او نغدي مرستې شاملې دي.
په «آی او ام» کې له اروپا او استراليا څخه بيرته افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته استولو د چارو مسئول، مسعود احمدي د دويچه ویله همکارې رسنۍ «مهاجر نيوز» ته وويل چې دغه مرستې په درو پړاونو کې ترسره کيږي.
له سفر څخه مخکې: د مرستو په دغه پړاو کې ادارې چارې، په مبدا هيواد کې د دغې نړيوالې ادارې د مرستو په اړه د معلوماتو ورکول، د افغانستان له سفارت او سياسي نمايندګيو سره د بيرته ستنيدونکو مهاجرو د اړيکو تامينول، د پرواز تکت اخيستل، د مهاجر له هستوګنځای څخه تر هوايي ډګر پورې د هغه رسول، د سفري اسنادو برابرول او د بيرته ستنيدو په تړاو نور لازم موارد شامل دي.
د سفر پر مهال: د مهاجرت نړيوال سازمان کارکونکي، مهاجر د ترانزيت هوايي ډکرونو په ورودي دروازه کې مني او بيا تر خروجي دروازې پورې ورسره مله او په دغه وخت کې ورته لازمې لارښونې کوي. تر هغه وخته چې د دوی راتلونکی پرواز نه وي ترسره شوی، د مهاجرت نړيوالې ادارې مرستې له دوي سره ادامه لري.
افغانستان ته تر رسيدلو وروسته: په دغه پړاو کې د ګمرګي مسايلو تصفيه کول، د ځمکې يا هوا له طريقه خپلو ولايتونو ته تلل، د سفري امکاناتو برابرول، د دغه سازمان په ميلمستون کې په موقتي توګه د هغوی ساتنه او لمړني روغتيايي خدمات شامل دي.
مسعود احمدي وايي: «د مهاجرت نړيوالې ادارې د اساسنامې له مخې، دغه سازمان يوازې هغه مهاجر د خپلو نغدي او غيرنغدي مرستو تر پوښښ لاندې نيسي چې په داوطلبانه توګه افغانستان ته بيرته ستنيږي.» احمدي ټينګار وکړ چې هغه مهاجر چې په اجباري توګه افغانستان ته اخراجيږي د دوی د مرستو په پروګرام کې شامل نه دي. هغه زياته کړه، که څه هم «آي او ام» نشي کولای د مهاجرو اجباري اخراجونو په چارو کې مداخله وکړي، خو د بشردوستۍ له مخې په اجباري توګه اخراج شوو مهاجرو سره هم ابتدايي مرستې ترسره کوي. د هغه په وينا دغه مرستې کابل ته د مهاجرو تر رسيدلو وروسته ترسره کيږي. په دغو مرستو کې د موقتي هستوګنځاي برابرول، اصلي سيمو ته د هغو د سفرونو تنظيمول او لمړني روغتيايي خدمات شامل دي.
د مهاجرت په نړيواله اداره کې دغه افغان چارواکي زياته کړه مهاجرو سره د هيوادونو د مرستو کچه توپير لري او دغه تفاوتونه د دغه سازمان او يو شمير هيوادونو تر منځ د ترسره شوو دوه اړخيزو توافقاتو له مخې دي.
کله چې داوطلب مهاجر کابل ته ورسيد، د مهاجرت اداره خپل اطلاعاتي بانک ته مراجعه کوي. په دغه ديتابیس کې د نوموړي مهاجر نوم او مشخصات درج کیږي. تر هغې وروسته د هغو مرستو اندازه اعلانيږي چې دغه مهاجر ته په نظر کې نيول شوې ده. دغه مرستې د «آي او ام» او د هغه کوربه هيواد ترمنځ چې مهاجر ورڅخه ستون شوی دی، د شوي توافق له مخې اعلانیږي.
احمدي وايي: «تر ټولو کمې نغدي مرستې تر ۳۰۰ يورو او تر ټولو ډيرې يې تر ۴۰۰۰ يورو پوري دي. غيرنغدي مرستي له زر يورو څخه نيولې تر ۳۵۰۰ يورو پورې رسيږي.
مهاجرو سره د مهاجرت د نړيوال سازمان غيرنغدي مرستې د بیرته ستانه شوي مهاجر د اړتياو له مخې ترسره کيږي. د بيلګې په توګه که يو مهاجر وغواړي خپلو تحصيلاتو ته ادامه ورکړي «آي او ام» يې د پوهنتون مياشتنی فیس په غاړه اخلي. که چيرته يو کس وغواړي چې د افغانستان په يوه اداره کې د داخل خدمت (له تنخواه پرته) په چوکاټ کې کار وکړي، د مهاجرت نړيوال سازمان ژمن دی چې دغه کس ته شپږ مياشتني حقوق ورکړي. که افغانستان ته بيرته ستون شوی کس وغواړي چې د سوداګرۍ يو کوچنی کاروبار پيل کړي، دغه سازمان د کاروبار په جوړښت کې ورسره يوه اندازه مرسته کوي. د مهاجرت نړيوالې ادارې نورې مرستې د بيرته ستانه شوي کس د کور د بيارغونې، د کور شپږ مياشتنۍ کراه او د کور سامان تشکيلوي.
د مهاجرو او بيرته ستنو شوو د چارو وزارت
په اجباري توګه افغانستان ته د اخراج شوي مهاجر منل يا نه منل د افغانستان د کډوالو او بيرته ستنيدونکو وزرات له له مسئوليتونو څخه دی.
کله چې مهاجر له اروپا څخه افغانستان ته بيرته ګرځي، هغوی سره د افغانستان او کوربه هيواد ترمنځ د شوو توافقاتو له مخې چلند کيږي. په لمړي سر کې سرحدي پوليس خپل مسئوليت ادا کوي او تر هغې وروسته دغه بيرته ستانه شوي مهاجر د کډوالو وزات استاځي ته راجع کيږي. د دې په دوام، د مهاجرت نړيواله اداره د بيرته ستنو شوو مهاجرو د نغدي او غيرنغدي مرستو د اندازې تعينولو چارې پر مخ بيايي.
د کډوالو او بيرته ستنيدونکو د وزارت استاځي معين ميرزاده د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې وويل چې دغه وزارت اخراج شوي افغان مهاجر يوازې په هغه صورت کې مني چې د هغو اخراج د دغه وزارت او د کوربه هيواد تر منځ د شوو توافقاتو په رڼا کې ترسره شوی وي. ميرزاد زياته کړه: «مونږ له آلمان، فرانسې، هالند، سويس او سکاندیناوی په ګډون، له يوولسو هيوادونو سره د مهاجرو د بيرته ستنيدو توافقات لرو او د اخراج شوو مهاجرو منل د همدغو توافقاتو له مخې کيږي.»
ميرزاده وويل، د بيلګې په توګه که چيرته يو زير سن کس يا د ډير عمر درلودنکی کس او يا هم د کورنۍ يو سرپرست چې د کورنۍ نور غړي يې په کوربه هيواد کې پاتې وي، او دوي په اجباري توګه کابل ته اخراج شوي وي، افغان چارواکي يې په هوايي ډکر کې نه تسليميږي.
هغه په خپلو خبرو کې د يوې بيلګې يادونه وکړه، يو ناروغ افغان له سويډن څخه په يوې «چارتر» الوتکه کې افغانستان ته استول شوی وو. د افغانستان د کډوالو او بيرته ستنيدونکو چارو وزارت کارکونکو د هغه شديدي ناروغۍ ته په کتو، د هغه له منلو سره مخالفت وکړ چې په پای کې دغه افغان بيرته سويډن هيواد ته وليږدول شو.
امان الله جواد/ محمد کريم صالح، مهاجرنیوز
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: