ولسمشر غني نیپال ته ولاړ
۱۳۹۳ آذر ۴, سهشنبهد افغانستان د جمهوري ریاست په حواله ولسمشر غني به په دې سفر کې د نیپال له صدراعظم او د دې هیواد له یو شمیر نورو چارواکو سره وویني. هغه به همدا راز د سارک سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره هم د سیمه ییزو همکاریو پر پراخولو وغږیږي.
د سارک سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نیپال په پلازمینه کې غونډه وکړه. د سارک په غوڼډه کې هندوستان او پاکستان هم گډون کوي.
د بهرنیو چارو وزیران غواړي چې پر مسایلو باندې توافقونه رامنځ ته کړي او پر دې سربیره د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو له پاره د دولتي مشرانو غونډې ته اجندا تعینه کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان، بنگله دیش، بوتان، هندوستان، مالدیپ، نیپال، پاکستان او سریلانکا هیوادونه گډون کوي. د دغو هیوادونو مشران به یو له بل سره د غونډې په څنډو کې لیدنې کتنې هم وکړي.
تمه کیږي چې د غونډې په څنډو کې به د هندوستان لومړی وزیر نارندرا مودي له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره خبرې وکړي. خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.
مودي د سه شنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي وو: «زه د سارک غونډې په څنډو کې د سویلي اسیا د هیوادونو له مشرانو سره دوه په دوه خبرو اترو ته سترگې په لار یم.»
د سارک د غونډې په درشل کې د نیپال په پلازمینه کې امنیتي تدابیر شدید شوي دي. له هوايي ډگر څخه تر د کنفرانس جوړیدو سیمې پورې سړک د امنیتي ځواکونو له خوا د عامه ترافیک پر مخ تړل شوی دی.