اروپا ته د رسېدو له پاره تر «مرگوني لاري» تيريدل
ځيني ځوان مهاجر د ښه ژوند کولو له پاره اروپا ته د تگ «مرگونې لار» غوره کوي. که هغوی روغ رمټ هم ورسيږي، کيدای سي چي ونيول سي او بيرته ولېږل سي. خو دوی بيا هم دغه کار کوي.
په ځنگلونو کي
څو تنه افغان مهاجر له دې ويري چي پوليس ئې و نه نيسي، د فرانسې پر لور يوه ۱۲ کيلومتره لنډ ځنگلي خو «مرگونې لار» غوره کوي.
مخفي لار
ځيني مهاجر د ايټاليا له «ونتيميلا» ښار څخه د فرانسې «منتون» ښار ته د رسېدول له پاره پر پښو له دغو تونلونو يا د اورگاډي د پټلۍ بغل نيسي يا پر غرونو ور اوړي. خو د دغو لارو هره يوه چي انتخاب کړي د مرگ خطر ورسره تړلی دئ.
ډير مهاجر پر هغو لويو لارو چي فرانسې ته رسيږي خپل سفر ته دوام ورکوي. خو هغوی په دې انتخاب له خپل ژوند سره لوبي کوي.
د دوی ډېری هيڅ معلومات نه لري چي پر دغه «مرگونې لار» څه پيښيدای سي. هغوی له ځانه سره هيڅ خواړه او اوبه نه لري، نو د ځنگله له اوبو او وښو څخه کار اخلي.
مهاجر پر لاري باندي په هغو ځايونو کي استراحت کوي چي بزگرانو جوړ کړي وي. دوی خپل زاړه يا خيرن کالي دلته پريږي او پاک اغوندي څو د فرانسې د پوليسو له شکه ځان وساتي.
دلته د فرانسې او ايټاليا ترمنځ سرحد کي د لار ښووني يو بيرغ ښکاري څو خلک پوه سي چي دوی له کومه ځايه تيريدای سي. د فرانسې حکومت تر دوهم نړيوال جنگ وروسته له ايټاليا څخه د مهاجرو د راتگ د مخنيوي په موخه دغه اغزن ديوال جوړ کړ.
دغه ځوانان د فرانسې «منتون» ښار ته د ورکښته کېدو لاري ارزوي. د «مرگوني لار» تر ټولو لوړه برخه نژدې ۳۰۰ متره ارتفاع لري. خو ډېر مهاجر چي له ايټاليا څخه فرانسې ته رسيږي پوليس ئې نيسي او بيرته ئې ايټاليا ته لېږي.