اروپايي هيوادونه د تابعيت ورکولو شرايط څنګه تنظيموي؟
۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبهد دوو بيلو هيوادونو پاسپورټونه لرل، د تابعيت ترلاسه کولو چټکي لاري، «طلايي ويزه» او د يو يا زياتو هيوادونو تابعيت لرل تر مخه لا په زياتو اروپايي هيوادونو کي ممکن ول. د آلمان حکومت غواړي چي د تابعيت ترلاسه کولو په قوانيو کي په تعديل سره نوي آسانتياوي رامنځته کړي او په دې توګه د مخکي يادو آسانتياوو وړاندي کوونکو هيوادونو په قطار کي ودريږي. په ټوله اروپا کي ډېر کم داسي هيوادونه پاته دي چي د مثال په توګه د غبرګ تابعيت اجازه نه ورکوي. په دې ترڅ کي په آلمان، هالنډ، اتريش، ايستونيا، بلغاريا، هسپانيا، ناروې، ليتونيا او لاتويا داسي هيوادونه دي چي پکښي د غبرګ تابعيت لپاره د مستثناوو په برخه کي قوانين ډېر سخت دي.
بعضي اروپايي هيوادونه بيا د تابعيت ورکولو امکان يوه کاروباري موقع ګڼي. يونان، ترکيه، پرتګال، مالټا او بعضي نور هيوادونه بهرنيانو ته داسي آسانتيا برابروي چي که د مثال په توګه هلته پانګونه وکړي او يا جايداد رانيسي نو ورته په بدل کي د «طلايي ويزې» د ترلاسه کولو امکان برابروي.
د پاسپورټ په لاره کي خنډونه
د تابعيت ورکولو پروسه په بيلو اروپايي هيوادونه کي د بيلو پروسو او شرايطو سره مل وي. په نړيواله توګه د کډوالۍ او مهاجرت د زياتېدو، د بيلو هيوادونو د وګړو تر منځ د ودونو او د مسلکي کارګرو د کمښت له کبله له ۲۰۰۰ عيسوي کال راهيسي اروپايي هيوادونو د تابعيت په خپلو قوانين کي تعديل راوستلی دی.
د جرمني داخله وزیره غواړي د تابعیت ورکول اسانه کړي
د ماشومانو د تابعيت تعيين د هغوی د نسب او د پيدا کېدو له ځای څخه کيږي. لکه هغه بهرنيان چي بالغ وي، د هغوی لپاره بېل شرايط شته. په فرانسه، بريتانيا، پرتګال، پولنډ، سوېډن، فنلنډ او بيلجيم کي د تابعيت ترلاسه کولو په لاره کي خنډونه نسبتا کم دي. که بهرنيان د اروپايي هيوادونو د يو تابعيت لرونکي سره واده وکړي نو هغوی عموما درې کاله وروسته د اړونده هيواد تابعيت ترلاسه کولای شي. هغوی کولای شي چي خپل اصلي تابعيت هم وساتي.
سويس، اتريش، ايټاليا، هسپانيا، بلغاريا، د چک جمهوريت او سلووېنيا کي بيا د تابعيت ترلاسه کولو لپاره بهرنيانو ته دا شرط دی چي لږ تر لږه به يې په دغه هیواد کي لس کاله ژوند کړی وي. په آيرلنډ، هنګري، رومانيا او سلوواکيا کي بيا اته کاله او په ډنمارک کي بيا بهرني بايد مخکي نهه کاله ژوند کړی وي.
له يو څخه زيات تابعيتونه
که جرمني د تابعيت سره تړاو لرونکي خپل قانون کي اصلاحات راولي، نو به د هغو هيوادونو په قطار کي ودريږي چي په آسانۍ سره بهرنيانو ته تابعيت ورکوي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا که دغه قانون په پارلمان او د آيالتونو په مشترکه شورا کي ومنل شي، نو به په آلمان کي هم «له يو څخه د زياتو تابعيتونو اجازه ورکول شيِ» او د آلماني تابعيت ترلاسه کول به آسانه شي.
افغان هندوانو او سيکانو ته د هند تابعيت ورکول کیږي؟
د وړانديز شوي قانوني مسودې له مخي به هغه آلمانيان چي د مسلکي وجوهاتو له کبله غواړي د بل هيواد تابعيت ترلاسه کړي، نو مجبور به نه وي چي د آلمان تابعيت ختم کړي او يا يې د ساتلو لپاره درخواست ورکړي. هغه ترکي الاصله کسان چي د آلمان تابعيت يې ترلاسه کړی دی، هغوی به وکولای شي چي بېرته د ترکيې تابعيت ته هم درخواست ورکړي بېله دې چي د المان تابعيت له لاسه ورکړي.
د حقوقپوه او د مهاجرت د چارو کارپوه اونال زيران وايي چي په آلمان کي د تابعيت په تړاو اصلاحات لا تر اوسه د يوې مسودې شکل لري. هغه د آلمان ږغ ته وويل: «زما لپاره دا مهمه ده چي د مساواتو پر اساس له يو څخه د زياتو تابعيتونو امکان رامنځته کړل شي.» د هغه په وینا زيات شمېر هغه ترکان چي له ۴۰ کالو راهيسې په آلمان کي ژوند کوي، هغوی په دغه ډګر کي د تبعيضي چلن احساس کوي ولي چي د غبرګ تابعيت امکان نورو ته موجود وو خو دوی ته نه وو ميسر شوی.
د پاکستان ېوې محکمې افغانانو ته د تابعیت ورکولو حکم صادر کړی
په آلمان کي له يو څخه د زياتو تابعيتونو لرل د بعضو استثنايي حالاتو په ترڅ کي تر مخه لا ممکن دي. د مثال په توګه د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تابعیت لرونکي کولای شي چي د خپل اصلي هيواد تابعيت وساتي او آلمانی تابعيت هم ترلاسه کړي. د دې تر څنګ په جرمني کي زېږېدونکي د بهرنيانو اولادونه کولای شي چي تر ۲۲ کالو عمر ته رسېدو وروسته د خپل تابعيت فيصله وکړي چي د کوم هیواد تابعيت غواړي. د هغو هيوادونو وګړي هم کولای شي چي بې د خپل اصلي تابعيت له لغوه کولو څخه د آلمان تابعيت ترلاسه کړي، که يې په اصلي هيواد کي د تابعيت د لغوه کولو قانون او امکان موجود نه وي. په دغو کي يو شمېر مهاجر هم شامل دي.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا د داخله وزيرې نينسي فيزر هغه مسوده چي د تابعيت په قوانينو کي اصلاحات بايد راولي، لا تر اوسه په تحقيقي پړاو کي قرار لري. دا لا نه ده څرګنده چي د قانوني تعديل دغه مسوده به کله د آلمان په پارلمان کي و رايه اچونې ته وړاندي کړل شي او کله به ورباندي رای ګيري وشي.
آسټرډ پرانګې/ا.ا./ن.ص.