آیفل برج ۱۳۰ کلن شو
۱۳۰ کاله مخکې په پاريس کې د آیفل برج افتتاح شو. نن دغه برج د فرانسې د پلازمېنې سنبول او نښه ګڼل کیږي. خو کله چې د دې برج د بنسټ ډبره ایښودل کیدله په هغه وخت کې له سختو نیوکو سره مخامخ او ډیر بد پرې وویل شول.
سیلانیان راجلوبوي
د آیفل برج د ۱۸۸۹ م کال د مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «شان دو مارس» د میدان په شمال لویدیځه څنډه کې جوړ او هر کال شاوخوا ۷ میلیونه سیلانیان له دغه ځای څخه لیدنه کوي. په دې توګه دا په نړیواله کچه د سیلانیانو له پاره یو تر ټولو جذاب معماري اثر ګڼل کیږي.
فوق العاده بناء
د آیفل برج له ۳۰۰ متره لوړوالي سره د خپل پرانیستې پر مهال د نړۍ تر ټولو لوړه بناء ګڼل کیدله. په ۱۸۹۹م کال کې د نړیوال نندارتون په توګه د دې برج د جوړیدو چارې بشپړې شوې. په پیل کې ټاکل شوې وه چې برج به ۲۰ کاله وروسته ویجاړ شي، خو د برج په لوړه نقطه کې د پوځي رادارونو او هواپيژندنې د دستګاو د نصبیدو له امله د برج نړول وځنډول شول.
حیرانونکې زړورتیا
فرانسوي انجینر او معمار ګوستاو آیفل، د دې برج د ۷،۸ میلیونه فرنکه د لګښت یوه لویه برخه پر خپله غاړه واخیستله. نوموړي همدارنګه د یوه نړیوال نندارتون په توګه د دې برج د پرانیستې د مراسمو لګښت پر غاړه واخیست. خو په ډیر لوړ شمیر کې د سیلانیانو د راتګ له امله په هم هغه لومړي کال ده ته د دې لګول شوي پيسې بیرته ورکړل شوې.
کوچنۍ ټوټې
د دې برج په جوړولو کې د اوسپنې له ۱۸ زره ټوټو یا میلو او د ۱۰۰۱۰ ټنو په وزن سره ۲ میلیونه او ۵۰۰ زرو میخونو څخه استفاده شوې ده. په هرو اوو کلونو کې یو وار باید دغه میخونه رنګ او غوړ شي. د دې برج رنګول په مجموع کې ۱۸ میاشتې وخت نیسي.
د آیفل برج د جوړونې چارو شاوخوا دوه کاله او دوه میاشتې وخت ونيوه.
ملي نښه
هره شپه ۲۰ زره څراغونه په مختلفو وړانګو سره دغه برج روښانه کوي. همدارنګه د ایفل برج له مختلفو پيښو سره، ځانګړي رنګونه خپلوي. د فرانسې ملي ورځ (جولای ۱۴)، د مشهور فرانسوي هنرمند جاني هالیدي او په فرانسه کې د ۲۰۱۶م کال د ترهګریز برید پر مهال دغه برج د فرانسې د بیرغ په رنګونو روښانه کړای شوی وو.
د آیفل برج فتح کول
په غرنیزو سیمو کې د بایسيکل ځغلونې لوبغاړي لکه (په پورته انځور کې) فرانسوی فرګوسن هوګو ریشار، د آلپ غره ختونکي او موټر سیکل ځغلونکي ټول د یوه نوي ریکارډ د ټینګولو له پاره د آیفل برج سر ته د ختلو هڅه کوي.
د ځمکې او آسمان ترمنځ
کله چې د آیفل تر ټولو لوړې نقطې ته رسیږئ، داسې احساسوئ لکه د پاریس ښار پر سر چې ولاړ یاست. د ټولې نړۍ په کچه سیلانیان د داسې یوې منظرې د لیدلو له پاره د زیني پر ۱۷۰۰ پته پایو پورته کیږي او یا هم هلته له موجودو پنځو لفتونو په مرسته ځانونه د برج لوړې نقطې ته رسوي.
د Printemps په نوم پلورنځي یا مغازې بام، لیدونکي او سیلانیان د آیفل تر ټولو ښایسته منظرې لیدلو ته رابولي.