آیا پوهیږئ چې په ورځني ژوند کې پلاستیک خورئ؟
د پلاستیک کوچنۍ زرې چې ورته مایکرو پلاستیک هم وايي د انسان پر روغتیا سربیره چاپیریال ته هم ډېر زیانونه لري. په دې انځوریز البوم کې وینئ چې زموږ د ژوند په ځینې ورځني مصرفي توکو کې مایکرو پلاستیک هم شته.
په خوله کې پلاستیک
د مایکرو پلاستیک په تعریف کې راغلي چې د دې پلاستیکو د زرو اندازه له ۵ ملي متره څخه هم کوچني دي. دغه کوچنۍ زرې چې په سمندرونو کې موندل کیږي، امکان لري چې د انسان خوراکي توکو او ان د انسان د تنفس وړ هوا ته هم داخل شي. د غاښونو په کریم کې هم دغه راز مایکرو پلاستیک موندل کیږي.
په پلاستیک سره د بدن پاکول
د چارو کارپوهان وايي چې په یو شمیر د ځان پاکولو تولیداتو کې د دې تولیداتو د پلاستیکي پوښ په څیر د پلاستیک زرې هم شته. نن ورځ د ځان مینځلو یا پاکولو په ځینو تولیداتو کې د پلاستیک زرې موجودې دي، چې تر استفادې وروسته اوبو ته داخلیږي او په دې توګه چاپیرال ته ننوځي.
له ماهي یا کبانو سره پلاستیک خورو!
مایکرو پلاستیکونه سمندرونو ته په لار موندني سره، د کبانو خوراک ګرځي چې بیا وروسته د انسان د خوراکي توکو ځنځیر ته هم داخلیږي. په ۲۰۱۷م کال کې څیړونکو موندلې وه چې په اندونیزیا او کلیفورنیا کې ۲۵ سلنه سمندري کبان چې تر څیړنې لاندې نیول شوي، د دې کبانو په ګیډه یا معدو کې هم د پلاستیک زرې لیدل شوي. پوهان تر اوسه پورې په دې دقیق نه پوهیږي چې د مایکرو پلاستیک خوړل انسان ته څه ضرورنه رسوي.
په مالګه کې پلاستیک
په اروپا، چین او متحدو ایالاتو کې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې ګڼ شمیر څیړنو موندلې چې د دې هیوادونو په سمندري مالګو کې هم مایکرو پلاستیک لیدل شوي دي. دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې سمندرونو ته غورځول شوي ۶۰ نه تر ۸۰ سلنه پوري کثافات، پلاستیک دي. په دې ترتیب، په کلني ډول نږې ۱۲ میلیونه ټنه پلاستیکي کثافات سمندرونو ته غورځول کیږي.
ان په شاتو (عسلو) کې پلاستیک!
د سمندري حیواناتو لکه د کبانو په څیر، څیړونکو په نورو خوراکي توکو لکه شاتو (عسل) کې هم د پلاستیک زرو موندلو ته اشاره کړې ده. د پلاستیک په هکله د اروپايي ټولنې په ستراتیژۍ کې چې په دې وروستیو کې تدوین شوې، شات هم د هغو خوراکي توکو په کتار کې دي چې مایکرو پلاستیک پکې موندل کیږي.
پلاستیک اغوندو!
پر خوراکي او روغتیايي تولیداتو سربیره، د جامو د صنعت له لارې هم د مایکرو پلاستیک ډیره کچه آزادیږي او د اوبو پر ضایعاتو ورګډیږي. څیړونکو موندلې چې د ۶ کیلو ګرامه کاليو د مینځلو له امله، تر۷۰۰ زره ډیرې پلاستیکې زرې تولیدیږي چې بیا په اوبو ورګډیږي.
چټلوونکي ټایرونه!
په هوا کې د مایکرو پلاستیک تر ټولو ستر تولیدونکي د موټرو ټایرونه دي. ټیرونه چې له ربړ څخه جوړ شوي، د وخت په تیریدو سره سولیږي چې په دې توګه د باران د اوریدو یا د باد له امله په چاپیرال کې خپریږي.
د اوبو په نلونو کې پلاستیکې زرې
مایکرو پلاستیک یا د پلاستیک زرې د نل په اوبو کې موندل کیږي. د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د نل پر اوبو باندي د شوو څیړونو په پایله کې موندل شوې چې۸۰ سلنه دغه راز اوبه د پلاستیک زرې لري. دا چې مایکرو پلاستیک د نل په اوبو کې شتون لري، نو ویلی شو چې په ډيرو خوراکي توکو کې هم موندل کیږي.
بلاخره پلاستیک په هر ځای کې!
که چیري په اوبو کې مایکرو پلاستیک یا د پلاستیک زرې موندل کیږي. نو بیا په نورو ډیرو تولیداتو کې هم دغه زرې شتون لري. نو په دې ترتیب له دې پلاستیکونو څخه خلاصون ستونزمن کار دی.