د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی او هلته یې د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان، سربیره د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل. پاکستان میشته آزاد خبریال شمیم شاهد، په دې آند دی چې پاکستان به له اشرف غني سره یوازې تشې ژمنې وکړي.