1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا نارینه هم د سینې په سرطان اخته کیږي؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبه

نارینه هم د سینې په سرطان اخته کیږي او یوازې په جرمني کې د کاله له۶۰۰ تر ۷۰۰ کسانو کې هغه تشخیصیږي. له دې کبله کارپوهان نارینه وو ته هم اوس خبرداری ورکوي او د احتیاطي تدابیرو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3X8j9
Symbolbild Brustkrebs Männer
انځور: Benny Weber/Fotolia

دغه خبره پرون د جمعې ورځ (د جنورۍ میاشتې ۳۱ مه) د بارمر - Barmer په نامه صحي بیمې د سرطان د راتلونکې جهاني کنگرې په مناسبت کړې ده. د سینې د سرطان د علایمو څخه یوه داده، چې یو طرف بې له دې چي درد وکړي، کلک کیږي. نور علایم یې شفاف یا د ویني سره گډ مایع ترشحات، کوچني زخمونه او التهابونه او همدارنگه نه جوړیدونکي زخمونه دي، چې باید فورأ ډاکتر ته مراجعه او معاینه سي. 

هغه پرنسیپ چې د ښځو په هکله صدق کوي، هغه د نارینه وو په باب هم دلته صدق کوي: یعنې دا چې هر څومره ژر چي د سینې سرطان تشخیص سي، په هغه اندازه یې د جوړیدو چانس هم لوړیږي. 

Mammographie
انځور: Colourbox

اساسأ د دواړو جنسونو، یعنې ښځو او نارینه وو دواړو له پاره د سینې په سرطان اخته کیدل ممکنه دي. ځکه نارینه هم یوڅه د سینې انساج او د شیدو کانالونو ته لار لري. همدا اکثرأ د سینې د سرطان مبدأ ده. د خطر د لوړیدو یو علت یې د استروژنونو د سطحی لوړیدل هم دي، چي په کوچنیوالي کې د خوسیو د مشخصو مریضیو او یا ډیر چاغوالي څخه رامنځته کیږي. سربیره پردې جینیتیکي عوامل، مشخصې ناروغۍ او د ژوندانه طرز هم د سینې په سرطان د اخته کیدو چانس لوړوي.