په داسې حال کې چې د افغانستان پخواني حکومت تل د رسنیو او بیان آزادي په تیرو شلو کلونو کې یوه مهمه او ستره لاسته راوړنه بلله، خو طالبانو بیا په افغانستان کې پر رسنیو ځینې محدودیتونه وضع کړي دي. د طالبانو تر راتګ وروسته په افغانستان کې ګڼ شمیر رسنۍ یا تړل شوي او یا د تړل کیدو په حال کې دي. د آشتي په دې خپرونه کې پر رسنیو د طالبانو د تازه محدودیتونو پر موضوع بحث شوی دی.