آيا ملاله د نوبل د سولي جايزې مستحقه ده؟
۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه
وسله والو یاغیانو د پاکستان په سوات کې پر ملالي باندي د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر میاشت کې برید وکړ او هغه یې پر سر وویشته. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل چې ملالي په پاکستان کې «سیکولاریزم» ته تبلیغ کاوه.
په پاکستان کې تر لومړۍ درملنې وروسته، ملاله د نورو درملنو له پاره بریتانیا ته ولیږدول شوه. هغه اوس له خپلي کورنۍ سره په بريتانيا کې ژوند کوي.
پر ملالي تر برید دمخه، هغې په سوات کې د نجونو د زده کړې د حق له پاره کار کاوه او د اسلامي افراطیت له منتقدینو څخه وه. د بي بي سي په اردوه ویبلاگ کې د هغې لیکني په نړۍ کي وستايل شوې.
ملاله اوس د مقاومت، ښځو د پیاوړتيا او زده کړې ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې په یوه نړیوال سمبول اوښتې ده. هغې د نوبل د سولې جایزه په گډون ډیري نوري نړیوالې جایزي هم ترلاسه کړي دي.
د مقاومت سمبول
په پاکستان کې ډیر داسې کسان شته چې د ملالي نوم، له افراطیت او طالبانو پر ضد جگړې معنی ورکوي. د اورات په بنسټ کې د ښځو د حقونو فعالي مهناز رحمان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ملاله نور د یوه کس نوم نه دی. د هغې نوم په پاکستان کې د نجونو د زده کړي یو سمبول دی.»
رحمان وویل، چې د ملالي نړیواله ستاینه په پاکستان کې د پر مخ تلونکو قوو له پاره ډیر اهمیت لري. هغې ټینگار وکړ چې تر ډیرو هغو کسانو چې پخوا یې د نوبل د سولې جایزه گټلې ده، ملاله د دې جایزي ډیره مستحقه ده.
په کراچۍ کې میشته لیکواله غزاله نقوي، وایي چې که څه هم نړیوالي لابي گاني جایزو ته د کانديدانو او د هغو د گټلو په برخه کې پیاوړی نقش لوبوي، خو بیا هم د سولي جایزې ته د ملالي انتخاب، نړیوالي ټولني ته پاکستان یو لیبرال او نرم انځور وړاندي کړ.
د ملالي په اړه شدید بحثونه
که څه هم ډیر پاکستانيان د ملالي د برياوو ستاینه کوي، خو بیا هم د هغې په اړه په پاکستان کې شدید بحثونه کیږي. په کراچۍ کې میشت فعاله شریف احمد، وایي: «ایا دا یوه جالبه خبره نه ده چې ډیر پاکستانیان د ملالي په اړه هغه نظر لري چې طالبان یې د هغې په اړه لري. دا ښيي چې یو شمیر کسان په پاکستان کې د طالبانو ایدیالوژي لري. ملالي ډیر کسان افشا کړي دي، آن هغه کسان چې سخت افراطي هم نه دي.»
له بلې خوا يو شمیر محافظه کاران په دې باور دي چې ملاله د اسلام او پاکستان د ملي حاکمیت پر ضد کار کوي. په عین حال کې یو شمیر نور پاکستانیان بیا په دې باور دي چې پاکستانۍ او نړیوالي رسنۍ د ملالې کارونه تر حد زیات ستایي. د پاکستان ښی اړخي گوندونه وایي چې د ملالي له پاره کمپاین د دې څرگندویي کوي چې یوه نړیوال لابي د دغو ټولو پیښو تر شا ده.
په کراچې کې میشت فعال سید علي مجتبی زیديي، ملالي ته د سولي جایزي تر ورکولو دمخه دویچه ویله ته ویلي ول: «زه فکر نه کوم چې ملاله د نوبل د سولي جایزې ته د انتخاب لایقه وه. زه فکر کوم چې په پاکستان کې تر هغې ډیر مستحق کسان موجود ول چې باید دغي جایزې ته نومول شوي وای.» هغه زیاته کړې وه: «یوازي دا چې هغه د طالبانو له خوا وویشتل شوه، د نوبل د سولي جایزې په مستحق کس باندي نه بدلوي.»
آیا ملاله پاکستان ته ستنیدای شي؟
که څه هم د پاکستان پوځ تیره میاشت اعلان وکړ، چې پر ملاله باندي يرغل کوونکی یې نیولی دی، خو ډیر کسان په دې باور دي چې ترڅو چي په پاکستان کې د فکر کولو شیوه بدله نه شي، نو ملاله په خپل هیواد کې په امن کې نه ده.
لندن میشته پاکستاني څیړونکی فاروق سوریله، وايي: «ملاله په پاکستان کې د لوېدیځ د جاسوسۍ په توگه معرفي شوې ده.» هغه زیاتوي چې په پاکستان کې پر لوېدیځ پلوه کس د افراطيانو او محافظه کارو له خوا يرغل کیږي.
دغه څیړونکي ټینگار کوي چې اوس پاکستاني پر مخ تلونکي قوتونه دومره توان نه لري چې په پاکستان کې د ملالي ساتنه وکړي.