آيا د فرانسې افراطي ښی اړخو په ټاکنو کي ماته خوړلې؟
۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبهله رای ورکوونکو څخه د فرانسې د سوسیالیستانو هغه غوښتنه چې د دغه هیواد «ملي جبهې» ګوند ته رای ور نه کړي او پر ځای یې د سرکوزي د «جمهوری غوښتونکو» په ګټه خپلي رایې وکاروي. د همدې غوښتنې په پایله کې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د سرګوزي ګوند مخکښ شو.
که څه هم د مرین لي پن، ښی اړخه افراطي گوند «ملي جبهه» په ټاکنو کې بایلونکی شوی دی خو اوس هم د دې هیواد سیاستوال وایي چې د دې ګوندې د ډیرو افراطي ښی اړخو نظرونو له کبله، هغه کولای شي چې بیا هم ستونزي رامنځ ته کړي.
د فرانسې نشنلست ګوندونو له هغه وروسته د ملې جبهې د منزوي کولو پریکړه وکړه، چي په لومړيو ټاکنو کې يې ډیري رایې ترلاسه کړې.
سرکوزي چې اوس یې ګوند مخکښ دی ویلي دي چې ګوند به یې د افراطیانو پر وړاندي له خپل موقف څخه تیر نه شي او د بېکارۍ او اروپايي ټولني پر موضوعګانو باندي به کار وکړي.
تر ماتي وروسته د ملي جبهې ګوند ویلي دي چې د فرانسې دوه لوی نشنلست ګوندونه د یوې سکې دوه مخه دي او دا چې یوازي دغه ګوند کولای شي اصلي سیاسي بدیل رامنځ ته کړي.
د دغه ګوند مشرانو ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون وکړي.