آیا امریکا پر اروپا باندې مسقیم فشار راوړی؟
۱۳۹۲ تیر ۱۳, پنجشنبهسنودن په یو شمیر مختلفو هیوادونو کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. تر اوسه پورې هغه ۲۱ هیوادونو ته خپل پناه غوښتنلیکوه استولي دي. په داسې حال کې چې یو شمیر هیوادونو د سنودن د سیاسي پنا غوښتنه رد کړې ده یو شمیر نورو دولتونو بیا په دې اړه تر اوسه پورې چوپتیا غوره کړې ده. یوازې وینزویلا د سنودن د سیاسي پنا غوښتنې ته شنی څراغ ښوولی دی. د هغو هیوادونو په ډله کې چې د سنودن د پنا غوښتنه یې رد کړې ده، ډیرو یې دغه کار د «رسمي دلایلو» له امله ترسره کړی.
آلمان هم د سنودن د سیاسي پنا غوښتنه چې په خپل هیواد کې سختې سزا سره مخامخیدای شي رد کړې ده. یو شمیر آلماني اپوزیسیون سیاسوال له دې کبله سخت په غوسه دي او د خپل هیواد پر حکومت تور لګوي چی «په خپله هغه ارزښتونه نه پلي کوي چې د ملاتړ ادعا یې کوي».
خو آلمان یوازینی هیواد نه دی چی نه غواړي له امریکا سره د سنودن په موضوع کې لانجه پیدا کړي. پرتګال او فرانسې د چهار شنبې په ورځ د بولیویا د ولسمشر ایفو مورالیس، الوتکې ته اجازه ور نه کړه چې د هغوی په هوایی قلمرو کی الوتنه وکړي، ځکه دغو هیوادونو ګمان کاوه چې ښایي سنودن له هغه سره له ماسکو څخه په همدې الوتکه کې سپور شوی وي.
آیا اروپایانو احتیاطي متابعت کړی دی؟
د دغې خبرې معلومول چې آیا امریکا متحده ایالاتو د سنودن په موضوع کې په رښتیا هم پر دغو اروپایي هیوادونو باندې مستقیم فشار راوړي دي او که نه، ښايي یو ډیر سخت کار وي. خو د برلین له «آزاد نومي پوهنتون» څخه د سیاست پوه کریسیتیان لمرت، په نظر کیدای شي چې اروپایانو په دې قضیه کې یو ډول احتیاطي متابعت کړی وي. هغه په دې هکله د امریکا او اروپایي متحدینو تر منځ په استخباراتي ساحه کې ګډې همکاری ته اشاره کوي: «یقیناً چې د دواړو اړخونو د استخباراتي خدماتو [ادارو] ترمنځ په امنیتي ساحه کې نزدې همکارۍ موجودې دي. ښایي د متحده ایالاتو د استخباراتي معلوماتو له مخې د ځینو بریدونو مخه هم نیول شوې وي.»
معنی دا چې د آلمان په شمول نورو اروپایي هیوادونو هم کیداي شي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې NSA له معلوماتو څخه ګټه پورته کړې وي.
د نوموړي کار پوه په نظر د سنودن په مورد کې د اروپايي هیوادونو د اوسني موقف بل دلیل ښایي دا وي چې د اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګری د یوې آزادې حوزې د جوړولو په هکله خبرې اترې په مخکې دي: «موږ همدا اوس د اقیانوس د سوداګری د آزادې حوزې په خبرو اترو بوخت یو نو په دې وجه هیڅوک نه غواړي چې د ښکیلو هیوادونو ترمنځ سیاسي فضا خړه شي.»
د هایدلبرګ د پوهنتون د تاریخ پوه دیتلف یونکر، د ارزونې له مخې ګډ امنیتی سیاست، ګډې اقتصادي ګټې او په ګډه پر مالي کړکیچ باندې لاس برتوب، دا ټول هغه څه دي چې اروپایان یې نه غواړي د سنودن د قضیې قرباني کړي: «تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته او بیا خصوصاً روان نړیوالتوب له امریکا متحده ایالاتو څخه ستر نړیوال پوځي قدرت جوړ کړ. هغه یو قدرت چې نن یې د ټولی نړۍ د پوځي لګښت نیمایی برخه پر ځان باندې منلې ده.»
نوموړی کارپوه یادونه کوي چې اروپایي حکومتونه باید له ځان سره ښه فکر وکړي چې آیا غواړي له امریکا متحده ایالاتو سره په لانجه کې ښکیل شي. سربیره پر دې دا چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت د ادارې NSA پراخې استخباراتي څارنې تر کومې کچې د آلمان سیاستوالو ته ناڅاپي خبر وو سړی څه ویلای نه شي. خو آلماني سیاست پوه لمرت د ځینو آلماني سیاستوالو دا غوښتنه چې سنودن ته دې په آلمان کې پناه ورکړ شي، د آلمان د راتلوتکو پارلماني ټاکنو د انتخاباتي مبارزې یوه برخه ګڼي. په آلمان کې د سپتمر په میاشت کې پارلماني ټاکنې کیږي.