د آمازون ځنګلونه د له منځه تللو په حال کې دي؟
۱۳۹۸ مهر ۲۳, سهشنبه,د يوه برازیلي بنسټ د خپرو شویو شميرو له مخې د تير کال په پرتله په آمازون سیمه کي پرله پسې پنځه مياشتې، ځنګل وهنه د روان کال، په سپتمبر کې په ډيرې چټکۍ سره د پراخيدلو په حال کې ده. کارپوهان د روان کال په تیرو نهو میاشتو کي د ځنګلونو ۹۳ سلنه ويجاړولو څخه خبر ورکوې.
د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې چې د برازیل د څيړنو ملي موسسې (INPE) د شمیرو په حواله يې ورکړی دی، د ۲۰۱۹م کال له جون تر سپتمبر مياشتي پورې شا او خوا ۸۵۴ کيلومتره مربع د آمازون ځنګلونه ويجاړ شوي دي.
د برازيل ملي موسسي دغه راز خبر ورکوي چې په آمازون کې ځنګل وهنه يوازي په سپتمبر میاشت کې د تیرکال په پرتله ۹۶ سلنه زياته شوې.
څيړونکي او د چاپيريال ساتنې فعالان د برازيل ښې اړخه جمهور رئیس د خپلو »وران کارو« سیاستونو له کبله ګرم ګڼې.
د يو بنسټ مسئول چې په آمازون کې د ځنګل وهنې د نقشې جوړول پرغاړه لري، رويترز ته وويل: «د تیرکال په پرتله ځنګل وهنه دوه برابره زیاته ترسره کيږی. فکر کوم د دی دليل هغه پيغام دی چې جمور رئیس (بولسونارو) يې استوي.»
د آمازون په ځنګلونو کی پراخې اورلګيدنې
د آمازون په ځنګلونو کي د ۲۰۱۹م کال په دوبې کې پر پراخو اور لګيدنو باندې اروپايي دولتونو څو څو ځلې انتقاد کړی دی. دوي د برازيل د جمهور رئیس ناسم اقدامات چې له اروپا سره د آزادې سوداګرۍ په برخه کي يې د محدوديتونو په اړه کړي، ګوته نیولي.
د چاپيريال ساتني فعالانو په آمازون کې له چاپيريال څخه ساتنه، په خاصه توګه د لرګو صنعت ته جرات ورکولو په برخه کې پر جمهور رئیس د وران کارو سیاستونو له کبله انتقاد کړی.
د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون د برازیل جمهور رئیس بولسو نارو د ځمکې د تودوښي په تړاو اړوندو بحثونو کي »په دروغ ويلو« تورن کړی دی.
د نړۍ تر ټولو غټ بارانی ځنګلونه
آمازون د نړۍ تر ټولو ستر ځنګلونه لري چې د سویلي امريکا په شمال کې دې او هغه د ځمکې د سږو په نوم هم ياديږي. د آمازون ډير ځنګلونه د برازيل او پيرو په خاوره کې واقع دي.