آلمان کې يو سړی د یوه بريد د پلانولو په تور نیول شوی
۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبهدا سړی له خپل استوګنځي څخه د سه شنبې په ورځ په موقتي توګه ونیول شو. د ایسن ښار د پولیسو په وینا، لا مخکې د احتمالي برید د سناریو نښو شتون درلود.
د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې دغه سړي د خلکو د ګڼې ګوڼې په مینځ کې د لارۍ چلولو په اړه معلومات را ټول کړي دي.
د دوسلدورف ښار څارنوالۍ ویلي دي چې دغه ۲۹ کلن سړی د جرمني تابعيت لري او په ۲۰۱۷ کال کې د ځوانانو د جزايي قانون پر بنسټ د یو بهرني ترهګریز سازمان د غړیتوب په جرم په پنځه کاله بند محکوم شوی وو.
د آلمانۍ ورځپاڼو «بیلډ» او «شپیګل» په حواله د دغه تورن سړي د احتمالي برید پلان د یوې اسرائیلي پلوې ډلې د لاریون پر ضد وو خو د جرمني »ډي پي آې» خبري آژانس بیا راپور ورکړی چې د نیږدي احتمالي برید نښي نښاني نشته.
په دې عملیاتو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې فدرالي او ایالتي پولیسو برخه اخیستې وه.
د پولیسو په وینا، د دې سړي د آپارتمان لټون تیره شپه پیل او د چهارشنبې په ورځ بشپړ شو. پولیسو وویل: »موږ په بشپړ سرعت سره څیړونو ته دوام ورکوو«.