1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ژغورونکو یو بند پاته شوی کس له غاره رایستلی

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

دوه کسان چې غوښتل یې د آلمان له «فالکستاین غار» څخه لیدنه وکړي، د باران د اوریدو او د غار ځینو برخو ته د اوبو د ورتگ له کبله په هغه کې بند پاتې شول. ژغورونکي تر اوسه د یوه کس په راایستلو توانیدلي.

https://p.dw.com/p/3MsY3
Baden-Württemberg, Grabenstetten: Zwei Menschen in Höhle eingeschlossen
انځور: picture-alliance/dpa/Krytzner

د پلټونکې او ژغورونکې ډلې مشر د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د بند پاتې شویو دوو کسانو له ډلې څخه یو یې د «آلپ سوابي» غرونو له یوه غار څخه را ایستل شوی دی. لا تر اوسه پورې د دویم بند پاتې کس برخه لیک روښانه نه دی.

چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته د دغو دوو کسانو د ژغورنې په موخه پراخ عملیات پيل کړل. د اور وژنې ادارې په حواله یو راهنما او سیلاني، هغه وخت په  «فالکستاین غار» کې بند پاتې شول چې د باران د اوریدو له کبله په دې ځای کې د اوبو سطحه لوړه شوه او د غار ځینې برخې له اوبو ډکې شوې. د اوبو د سطحې د لوړیدو له کبله بیا د دغو دوو کسانو د راوتلو لاره بنده شوې وه.

د «شتوتګارتر څایتونګ ورځپاڼې» په حواله د شنبې او یکشنبې په ورځو په سیمه کې د بارانونو او توپانونو له کبله د «ایلزخ سیند» د اوبو سطحه لوړه شوې. دغه سند له «فالکستاین غار» څخه هم تیریږي.

تر ساعتونو پلټنو وروسته، ژغورونکي وتوانیدل چې د دغو دوو کسانو ځای وموندي. ویل شوي دي چې هغوی د غار په یوې داسې برخه کې میشت ول چې د اوبو د ډیریدو له کبله ورته ګواښ نه وو متوجه.

خو د دغو دوو کسانو د ځای پر موندلو سربیره هم ژغورونکي اړ شول چې د هغوی د راایستلو چارې وځنډوي. دا ځکه چې د اوبو تیز جریان د دغو کسانو رایستل چې ویل کیږي د ۳۰ کلونو په شاوخوا کې عمر لري، په یوه خطرناک کار بدلوي.

اوس ژغورونکو ډلو دغو دوو کسانو ته خوراکي مواد، اوبه او نور اړین توکي رسولي دي.

(ms/nz (dpa, AFP