آلمان په مالي کې خپل پوځي ماموریت د تعلیق په حالت کې اچولی
۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبهاعلان
د دې کار لامل، د مالي هیواد چارواکو له خوا دغه هیواد ته د آلمان د یوې نظامي الوتکې د داخلیدو مخنیوی په ګوته شوی دی.
د آلمان د دفاع وزارت په خپل ټویټرپاڼه اعلان کړی چې په مالي هیواد کې واک لرونکو کسانو د ملګرو ملتونو د « مینوس ما» ماموریت له پاره د دې هېواد هوایي حریم ته لاسرسی نه دی ورکړی.
دا چاره د دې لامل شوې چې په مالي کې د جرمني د پرسونل تغیر، له پلان سره سم پرمخ ولاړ نه شي.
د آلمان دفاع وزیرې، کرستین لامبرشت، له همدې کبله پر خپل مالي سیال، جنرال سادیو کامارا، باندې نیوکې کړي دي. د آلمان د دفاع وزیرې په خبره، د پېژندل شویو ځواکونو عملیات او د توکو د انتقال پروازونه تر دویم امر پورې متوقف شوي دي.
تیره میاشت د آلمان پوځ خپل شاوخوا ۶۰ سرتېري د ورته ستونزې له کبله له دغه هېواده بهر وایستل.