آلمان د افغانستان پر ولسمشرۍ باندي جنجال منځگړتوب کوي
۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۲۹) ويلي دي چي د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د افغانستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی کابل ته لېږلی دی.
دغه وياند زياته کړې ده چي د افغانستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی ميشايل کوخ، به د پنجشنبې په ورځ له اشرف غني او عبدالله سره وويني. د دغه ديپلومات د سفر په اړه لومړی «شپېگل» مجلې خبر ورکړی وو.
دغه منځگړی به د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شټاين ماير، هغه پيغام چي د افغانانو تمي پکښي نغښتي دي، دواړو کانديدانو ته ورسوي: «افغانان غواړي چي په دغه تاريخي چانس او سوله ييزه راتلونکې باندي يې بازۍ نه وسي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير تر دې دمخه له يوې آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني اميداوره کوونکي بللي وې او ويلي يې ول چي افغانان بايد په هغه څه چي دوی لاس ته راوړي دي ووياړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله د دغه هيواد د ټاکنو کمېسيون په دې تورنوي چي گويا د هغه د حريف اشرف غني په گټه يې درغلۍ کړي دي.
د ناتائيد سوو راپورونو له مخي په شمېرل سوو رايو کي اشرف غني اوس تر خپل سيال مخکي دی. عبدالله گواښ کړی دی چي د ټاکنو لومړۍ پايلي به نه ومني.
عبدالله د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتي دي چي په هغو ولايتونو کي چي د ده په خبره د شرايطو د واجدينو په پرتله ډيري رايي کارول سوي دي، بيا ټاکني وسي.
خو د ټاکنو کمېسيون ويلي دي چي د عبدالله ټولو غوښتنو ته رسېدگي سوې ده او بيا ټاکني به ترسره نه سي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي چي د چهارشنبې په ورځ له پلان سره سم د دوهم پړاو ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پايلي اعلان کړي، او وروستۍ نتيجه به يې د جولای مياشتي پر ۲۲ نېته وړاندي سي.
په پلان کي ده چي د افغان ولسمشر حامد کرزي ځای ناستی به د اگست مياشتي پر ۲ نېټه پر خپله چوکۍ باندي کښېني.