آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمیر کم شوی
۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبهد آلمان حکومت د یوه تازه رپوټ پر بنسټ په روان کال کې د ۲۰۱۸ م کال په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر کم دی. په ۲۰۱۹ م کال کې د پناه غوښتنې ډیر شمیر غوښتنلیکونه رد شوي هم دي.
د آلمان حکومت د یوه تازه رپوټ په حواله تمه کیږي چې دغه شمیرې به د تیر کال په مقابل کې همداسې کمې پاتې شي.
د یکشنبې په ورځ په «بيلډ ام زونټاګ» ورځپاڼه کې د خپاره شوي یوه رپوټ په حواله په ۲۰۱۹ م کال کې د پناه غوښتنې ډیر غوښتنلیکونه رد شوي هم دي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) ویلي دي چې په روان کال کې تر اوسه پورې ۱۱۰ زره د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي او تمه کیږي چې دغه شمیر به د کال تر پایه پورې شاوخوا ۱۴۵ زرو ته ورسیږي چې دا به د تیر کال د غوښتنلیکونو په پرتله کم وي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې مشر هانس ایکارد زومر، وویل: «زه تمه لرم چې د روان کال تر پایه پورې د ترلاسه کیدونکو غوښتنلیکونو مجموعي شمیر له ۱۴۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو پورې وي.» د زومر په خبره په ۲۰۱۸م کال کې داسې ۱۶۰ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.
په دې وروستیو کلونو کې د آلمان حکومت د مهاجرت په خپلې پالیسۍ کې یو څه سختي راوستې ده. د نویو قوانینو له مخې د غیرقانوني مهاجرو د اخراج بهیر ګړندی شوی او ترڅنګ یي د پولیسو او مهاجرت ادارې اختیارات هم زیات کړای شوي دي.
که څه هم په آلمان کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د وړاندې کولو کچه ټیټه شوې ده، خو ښاغلي زومر آلمان ته د راتلونکو مهاجرو په اړه اندیښنه هم څرګنده کړې ده.
هغه ویلي دي که څه هم مسئولین په آلمان کې له مخکې څخه د موجودو مهاجرو پر دوسیو کار کوي، خو له بلې خوا اوس هم ډیر شمیر خلک له مختلفو لارو څخه ځانونه آلمان ته رسوي.
زومر زیاته کړه چې د پناه غوښتنې له ۳۵ څخه تر ۳۸ سلنه پورې غوښتنلیکونه منل شوي دي چې دا د دې معنی ورکوي چې آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو دوه پر دریمه برخه پناه نه ترلاسه کوي. نوموړي په عین وخت کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د ترهګرۍ ضد هڅو ستاینه هم وکړه.
rs/kl (dpa, KNA)/sn/ns