آلمان: برلین به په دوامداره توګه د کیف ملاتړ وکړي
۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک وايي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه «کیدای شي کلونه دوام وکړي». هغې وویل چې آلمان به د روسیې پر وړاندې له کیف څخه د دفاع په برخه کې تل خپله همکاري جاري وساتي.
بیربوک د یکشنبې په ورځ له «بِلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل «له بده مرغه موږ باید پر دې فکر وکړو چې کیدای شي اوکراین د خپلو ځواکونو له پاره د راتلونکي دوبي په موسم کې هم درنو وسلو ته اړتیا پيدا کړي.»
انالینا بیربوک وویل: «اوکراین زموږ د آزادۍ او زموږ د امنیت دفاع کوي او موږ یي د مالي او پوځي لحاظه ملاتړ کوو او تر هغې پورې چې اړتیا وي موږ به یي مرسته جاري وساتو.»
آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غلط فهمۍ کې وو چې اوکراین به په څو اونیو کې ماته وخوري.
د کریمیا الحاق غیر قانوني دی
بیربوک په دې مرکه کې د اوکراین له خوا د کریمیا ټاپو د مالکیت د ادعا ملاتړ هم وکړ، چې په خبره یي روسیې په ۲۰۱۴م کال کې په غیر قانوني توګه الحاق کړ.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل: «کریمیا هم د اوکراین برخه ده. نړۍ هیڅکله هم په ۲۰۱۴م کال دغه الحاق په رسمیت نه دی پيژندلی. دا ادغام د نړیوالو قوانینو خلاف و.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز